تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ طالبان ووژل شول او ۵۹ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۵طالبان ووژل شول او ۵۹ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، مېدان وردګ، زابل، فراه، بادغیس غور او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.