هلمند کې طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۶ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت ناوې او کجکي ولسوالیو اړوند سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یوه قوماندان "مولوي نسیم" په ګډون ۶ ترهګر ووژل شول او د یادې ترهګرې ډلې د یو بل کلیدي کس «مولوي سحر» په شمول ۴ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.