غزني کې ۶ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په دوام سره، د غزني ولایت مرکز “نواباد” سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول.

همدا راز  ۴ کړۍ ماینونه چې ترهګرو  یادې سیمې کې د ملکي، پوځي کسانو وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو، د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.