تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ طالبان ووژل او ۷۹ تنه ټپیان  شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۶ طالبان ووژل شول او ۷۹ تنه ټپیان شول.
 
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خوا کې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، خوست، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، ارزګان، بادغیس، هرات، غور، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.