هلمند کې ۱۴ طالب تروریستان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ, د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند پر طالب تروریستانو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۴ طالب تروریستان ووژل او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱ موټر، ۴ میله وسلې، ۱ مخابره او ۵ کړۍ ماینونه له منځه یوړل شول.