هلمند کې د القاعده شبکې د ۶ پاکستاني غړو په ګډون ۱۴ تروریستان ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند د القاعده او طالب تروریستانو په ګډو پټنځایونو بریدونه تر سره کړل.
چې په پایله کې د «عباس» په مشرۍ د هند شبه قارې لپاره د القاعده شبکې د ۶ پاکستاني غړو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۸ طالب تروریستان ووژل شول او د طالبانو د یوه مخکښ قوماندان «ملا شفیق» په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شول.