کندهار کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ طالب تروریستان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت میوند، پنجوايي او خاکریز ولسوالیو اړوندو سېمو کې پر طالب تروریستانو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۵ طالب تروریستان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.