مېدان وردګو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د مېدان وردګو ولایت مرکز اړوند «قلعه اندر»، «ده افغانان» او «قلعه زیارت» سېمو کې پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول او د ۳ کلیدي کسانو «قاري سمیع الله» مشهور په «حبیب»، «قاري شکر الله» او قاري سهیب» په ګډون يې ۶ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول او یادې سېمې د طالب ترهګرو له شتونه بشپړ پاکې شوې.