د مېدان وردګو ولایت امنیتی حالت به ډیر ژر ښه شي
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال جلال الدین د مېدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت څېړنې او نویو عملیاتي پلانونو په موخه یاد ولایت ته تللی وو.
نوموړي د دغه ولایت له یو شمېر قومي مخورو او اوسېدونکو سره په لیدنه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د امنیت ټېنګښت، لا زیات کوښښ او د خلکو د ځان او مال څخه د دفاع په لار کې د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ډاډ ورکړ.
د مېدان وردګو ولایت اوسیدونکو ژمنه وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې به د دفاعي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.