لغمان کې طالبانو د ۲ مخکښو غړو په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د لغمان ولایت مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو ګډ عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو غړو «حماس» او «زرقاوي جانان» مشهور په لیزري په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول، ۱۳ تنه ټپیان شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همداراز په یاده سېمه کې د طالبانو له خوا ۳ کړۍ ماینونه خښ شوي وو، د ملي اردو انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او د هستوګنځای څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.
په دې عملیاتو کې د دښمن له شتون څخه پراخه سېمې پاکې شوې.
دغه ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر مختګ په بریالیتو سره دوام لري.