لغمان کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۱ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
نن سهار هوايي ځواکونو د لغمان ولايت علینګار ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو بريدونه ترسره کړل.
چې په پايله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.