زابل کې طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون ۱۱ ترهګر ووژل شول
نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو مهم قوماندان «صباون» په ګډون ۱۱ ترهګر ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن ۳ قرارګاوې د یو شمېر وسلو سره له منځه وړل شوې.