هلمند کې طالبانو د سرې قطعې یو مخکښ غړي په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

 تېره ورځ هوايي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند پر طالب ترهګرو هدفمند بریدونه تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د القاعده سره د ترهګریزو کړنو د همغږۍ مسؤل او د یاد ولایت له پاره طالبانو د سرې قطعې مرستیال «مولوي عتیق الله» په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن ۱ موټر، ۸ میله بیلابیل ډول وسلې، ۲ پیکاوې، ۴ مخابرې او ۱ راکټ له منځه یوړل شول.