بغلان کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۱۵ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د بغلان ولایت مرکز پلخمري او جلګه ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانو «مولوي مومن»، «ظاهر» او «قهار» په ګډون، ۱۵ طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دغه بریدونو کې د دښمن د یو موټر بم په شمول ۳ موټرونه، ۱۲ موټر سایکل او ۱۴ میله بیلابیل ډول وسلې له منځه یوړل شول.