کندهار کې د ۱۵ طالب ترهګرو وژل او ټپي کیدل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت "پنجوایي" ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو بریدونه ترسره کړل.

چې په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.

د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز د دغه ولایت "میوند" ولسوالۍ اړوند طالب ترهګرو د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۴ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, د ملي اردو انجینیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.