بدخشان کې د طالبانو ۲ با نفوذه او مهم غړي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول
تېره ورځ بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې د طالبانو با نفوذه او مهم غړی کریم" داد" او "نوید" د امین الله زوی نن سهار همدې ولسوالۍ کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول.
کریم داد له دې وړاندې یوه لسیزه د طالبانو په لیکو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
دغه وسله وال خپل کړنو څخه پښیمانه شوي او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به، د خلکو او امنیتي قواوو پر وړاندې نه جنګېږي او خپل سوله ایز ژوند ته به دوام ورکوي.
دغه کسانو وویل موږ په ناخبره د ترهګرو ډلو سره یو ځای شوي وو، کله چې پوه شوو طالب او داعش ډلې یوازې د خلکو وژل او د افغانستان د ویجاړیدو بله موخه نه لري دولت سره یو ځای شول او ټینګار یې وکړ بیا به هېڅکله د ترهګرو ډلو سره یو ځای نه شي.