د هرات په ګزرې ولسوالۍ ۲ طالبان ونیول شول
نن دفاعي او امنیتي ځواکونو د هرات ولایت ګزرې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې د یادې ولسوالۍ ۲ تنه اوسیدونکي طالب ترهګر "یونس" او "عبدالهادي" د یو موټر سایکل او لاسي وسایلو سره ونیول شول.
همدا راز د دښمن له شتون څخه دیادې ولسوالۍ "رباط ارباب عظم", "رباط تل", "رباط حاجي", "یوسف", "کورت خلیفه", "ګول سرور خان" او "رباط نو" کلي پاک شول.