تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷ طالبان ووژل شول، ۹۹  ټپيان او ۲۶ تنه ونیول شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۷ طالبان ووژل شول، ۹۹ ټپیان او ۲۶ تنه ونیول شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۹۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي.