غزني کې د ۳۰ ترهګرو وژل کیدل
تېره ورځ ځانګړو قواوو " اسپیشل فورس" او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د ګډو عملیاتو په دوام سره، غزني ولایت مرکز ارزو کلان سیمه کې ترهګرو طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۳۰ طالبان ووژل شول او ۵۰ شکمن کسان ونیول شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
دغو عملیاتو کې ۳۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یادې سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.