لوګر کې د هوایي برید پر مهال ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او د ماین جوړولو کارخانه یې له منځه یوړل شوه
تیره شپه هوایي ځواکونو د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړولو په یوه کارخانه هدفمند هوايي برید ترسره کړ.
د یاد برید په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۳ تنه ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۱ زیکویک، ۱ راکټ او یوه اندازه چاوديدونکي توکي چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده له منځه یوړل شول.