هلمند کې القاعده د ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول
هوایي ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې پر ترهګرو هدفمند بریدونه تر سره کړل.
چې په پایله کې د هند شبه جزیرې له پاره د القاعده ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول.
د القاعده دغه غړي د پنجاب اوسیدونکي او د ماین جوړولو ماهرین وو, چې یاد ولایت ته د ماینونو جوړولو د ښوونې په موخه راغلي وو.