هرات کې طالبانو د ۴ مخکښو قوماندنانو په ګډون ۴۸ ترهګرو ته د مرګ ژوبلې اوښتل

s.mohmand

په تېرو څلورو ورځو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند ګډ عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د ۴ قوماندانانو "امام الدین مخلص", "مدثر", "اسماعیل" او "حافظ زبیر" په ګډون, ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۲۸ تنه ټپپان شول.

په دغه عملیاتو کې د دښمن له شتونه د یادې ولسوالۍ پراخه سېمې پاکې شوې او ۶ کړۍ ماینونه کشف شول.

دا ګډ عملیات یاده سېمه کې په بریالیتوب سرته ورسیدل.