بلخ کې د ۱۶ طالبانو وژل کیدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بلخ ولایت چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۶ طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز طالبانو دیاد ولایت شولګرې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې ۲ بشکه يې ماینونه د ملکي او پوځي کسانو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.