بادغیس کې د طالبانو یوه سرګروپ په ګډون ۴ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو، د بادغیس ولایت مُقر ولسوالۍ اړوند سیمه کې طالبانو باندې عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یوه سرګروپ "ملا اول خان" په ګډون ۴ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.