تخار کې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون ۶ ترهګر ووژل شول
نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو، د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ "خواجه بند ګشا" کلي کې طالبانو باندې عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یوه قوماندان "عبدالله ناصري" مشهور په عبیده په ګډون ۶ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.