زابل کې د ۱۴ طالبانو وژل کیدل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت په شینکۍ، شهر صفا او ارغنداب ولسوالیو کې دښمن په نښه کړ.

چې په پایله کې، ۱۴ طالب ترهګر ووژل شول، ۵ تنه ټپیان شول، د دښمن ۳ موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز په دغه عملیاتو کې د دښمن ۳ موټر سایکل، ۳ میله وسلې، یوه اندازه مهماتو د چاودیدنکو توکو سره د امنیتي ځواکونو لاسته راغلي دي.