کندهار کې د ۵ ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان ووژل شول
تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې، د ۵ ځانمرګو په ګډون، ۷۵ تنه طالب ترهګر ووژل شول، ۱۲ تنه ټپیان شول، د دښمن ۶ موټر سایکل، ۱ هاوان، ۴ میله وسلې او ۱ دوربین د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلي، ۱ موټر د یو زیات شمېر وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شو.
په دې عملیاتو کې ۳۲ کړۍ ماینونه چې طالبانو د یاد ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړل.
همدا راز دفاعي او امنیتي ځواکونو د دې ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یو موټر بم موخې ته له رسیدو مخکې په نښه او له منځه یوړ، د دغه موټر بم په له منځه وړلو سره د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه او د لسګونه کسانو ژوند وژغورل شو.