د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسؤلو وسلوالو د چاودیدونکو توکو یو لوی ډیپو کشف او له منځه یوړل شو

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د دښمن د چاودیدونکو توکو او مهماتو ۱ لوی ډیپو, ۱ قرارګاه او په سېمه کې د ملکي خلکو د زور زیاتي په موخه د ترهګرو د اخاذي یو شمېر پوستې کشف او له منځه یوړل شوې.

همدا راز د دښمن ۱ موټر, ۶ ایکم مخابرې او د بیم یک ۸ مرمۍ لاسته راغلي دي.