مېدان وردګو نرخ ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان ووژل شول
دفاعي او امنیتي ځواکونو مېدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل. د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۰ طالبان ووژل شول او ۷ ټپیان شول.
د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۳ شکمن کسان نیول شوي دي.
ددې په خوا کې دفاعي او امنیتي ځواکونو یادې ولسوالۍ کې، د ۷ کړیو ماینونه مخه ونیوله چې د لسګونه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.