د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ۲۱ طالبان ووژل شو
دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو او کمانډو ځواکونو په ملاتړ د پوځي ګډو عملیاتو په دوام سره کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ"یاروکلا" سیمه کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۱ طالبان ووژل شول . د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد ولایت پنجوایي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین کشف او چاودنه ورکړل شوه.