کونړ کې ۲۰ داعشیان او طالبان افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول
۵ داعشیان او ۱۵ تنه طالبان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول
دغه تسلیم شوي وسله وال خپل کړنو څخه پښیمانه شوي او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به، د خلکو او امنیتي قواوو پر وړاندې نه جنګېږي او خپل سوله ایز ژوند ته به دوام ورکوي.
دغه کسانو وویل موږ په ناخبره د ترهګرو ډلو سره یو ځای شوي وو، کله چې پوه شوو طالب او داعش ډلې یوازې د خلکو وژل او د افغانستان د ویجاړیدو بله موخه نه لري دولت ته تسلیم شول او ټینګار یې وکړ بیا به هېڅکله د ترهګرو ډلو سره یو ځای نه شي.