هلمند کې ۴ بشکه یي ماینونه کشف او خنثی شول

s.mohmand


طالب ترهګرو د هلمند ولایت نهرالسراج ولسوالۍ"سربند" اړوند سیمه کې د ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۴ بشکه یي ماینونه ځای پر ځای کړي وو.

د ملي اردو ځواکونو د انجنیرۍ ټيم له لوري کشف، خنثی شول او د لسګونه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.