هرات کې ۱۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت زاول ولسوالۍ اړوند ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې, ۱۱ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان, د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو په یاده ولسوالۍ کې ملکې او نظامي کسانو ته د زیان رسولو په موخه ۱۱ کړۍ ماینونه خښ کړي وو, چې د ملي اردو انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.