د هرات ولایت ترهګریزې پېښې په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

نن له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د هرات ولایت ګذررې ولسوالۍ په «خم زیارت» سیمه کې د ملکي وګړو یو سراچه ډوله موټر د دښمن لخوا ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شوی دی.
په دېر تاسف سره چې دې تروریستي پیښه کې یو ماشوم شهید او څو تنه نور ټپیان شول.
د ملکي وګړو د ځان او مال ساتنه د افغان ځواکونو په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې يې مهم ګامونه هم پورته کړي دي؛ خو له بده مرغه د افغانانو او امنیتي ځواکونو خلاف د طالبانو بې دریغه بریدونه د ملکي وګړو د تلفاتو لامل کېږي.