زابل کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ترهګر په نښه کړل
دفاعي او امنیتي ځواکونو د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په "بلندي" کلي کې ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲ طالب ترهګر ووژل شول, ۲ تنه ټپيان, د دښمن ۱ کلاشینکوف او ۳ موټر سایکل لاسته راغلل, ۱ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.