کندهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ طالبان ووژل شول

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوايې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل. چې په پایله کې ۲۲ طالبان ووژل شول, ۷ تنه ټپيان او د ارغنداب ولسوالۍ پراخه سېمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې, د دښمن ۲ قرارګاوې او ۲ موټر سایکل له منځه یوړل شول.

همدا راز د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کۍ د طالبانو له خوا ۱۷ کړۍ خښ شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لورې کشف او شنډ شول.