د بالامرغاب ولسوالۍ څخه نوي ځای ته د ملي اردو د یوې پوځي پایګاه د لېږد په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
د ملي دفاع وزارت له پراخه ارزونو وروسته د باغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د «خالد» په نوم پایګاه له یادې سېمې څخه بلې سېمې ته ولیږدول شوه.
په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دې پایګاه شتون د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره له ستراتیژیک پلوه ارزښت نه درلود او له بل طرفه، پایګاه ته د تګ را تګ لاره نا مناسبه وه، چې پر وخت او موقع سره د یادې پایګاه د ځواکونو اکمال او تجهیز ستونزمن وو.
ملي اردو ځواکونه به له نوې جوړې شوې پایګاه څخه خپل محاربوي فعالیتونه او عملیات په ښه توګه تنظیم او تر سره کړي، چې د بادغیس د اوسیدونکو د ځان او مال ساتنې په برخه کې به اغیزمن تمام شي.