د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون نوی رییس معرفي شو
د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د هېواد د جمهوري ریاست د لوړ مقام په منظورۍ د کورنیو چارو د حمایه پخوانی قوماندان برید جنرال زرهدار توریالی «فراهي»، د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د اوپراسیون د رییس په توګه د ډګر جنرالۍ په بست کې وګمارل شو.
د ستر درستیز د اوپراسیون د رییس په پیژند غونډه کې، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست «شاه محمود میاخیل»، د لوی درستیز لومړي مرستیال، د ملي دفاع وزارت، رئیسانو، جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع لومړي مرستیال وویل:« د چارو د لا ښه سمون له پاره په نظام کې تغییر او تبدیل یو منل شوی اصل دی او تاسو به یو له ځوانو افسرانو څخه د منل شوو اصولو او پرنسیبونو مطابق عمل وکړئ تر څو په هېواد کې د امنیت د ټېنګښت او ټاکل شوو امنیتي موخو ته ورسیږئ.»
د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون وویل:« زه د ملي دفاع وزارت د ځوانو افسرانو په نماینده ګۍ تاسې ته ډاډ درکوم، چې په اخلاص او ژمنتیا سره د هېواد د نافذه قوانینو پیروي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دفاعي او امنیتي بنسټونو د همغږۍ له پاره په ټول ځواک سره کار وکړم.»