په کندهار کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۹ طالبانو ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت د ارغنداب او میوند ولسوالیو اړوندو سېمو کې هدفمند بریدونه تر سره کړل.
د دې بریدونو په پایله کې، ۲۹ طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان، د دښمن د چاودیدونکو توکو ۱ ډیپو، د ماینونو جوړولو ۱ کارخانه، ۱۱۰ موضع او تیرکشونه، زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
همدا راز دفاعي او امنیتي ځواکونو په یادو ولسوالیو کې د موټرو ضد  ۷۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل او د ماینونو له خونړیو چاودنو مخه ونیول شوه.