کندهار کې ۲۰ طالبان ووژل شول

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ کندهار ولایت ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې طالبانو پروړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

چې په پایله ۲۰ طالبان ووژل شول او ۳ ټپیان شول. د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

همدا راز ۱۶ کړۍ، ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.