بلخ کې ۳ طالبان ووژل شول او ۵ ټپیان شول
تېره ورځ طالبان د بلخ ولایت"چهاربولک" ولسوالۍ سلیمانخیلو سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې۳ طالبان ووژل شول او ۵ ټپيان شول.
همدا راز د نښتو په پایله کې د طالبانو ۲ کسان اصف او پيداګل په نوم د ۲ میله وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.