کندهار کې ۵۲ طالبان ووژل شول او ۱۶ ټپیان شول

s.mohmand

 دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت"ارغنداب"ولسوالۍ بابران سیمه، "پنجوايي" ولسوالۍ خیبر غر سیمه او "ډنډ" ولسوالۍ یارو قلعه سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې چاڼيز عملیات ترسره کړل.

د دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په پایله کې، ۵۲ طالبان ووژل شول او ۱۶ ټپيان شول.

د نښتو په ترڅ کې د دښمن ۳ مورچلې، ۲موټرونه، ۵ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

همدا راز ۱۹ کړۍ د وسایطو ضد، ماینونه چې طالبانو د کندهار ولایت "ژیړۍ" ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.