بادغیس کې د ۸ طالبانو وژل کېدو سره بریدونه يې ناکامه شول

s.mohmand

تېره شپه طالبانو د بادغیس ولایت"مُقر" ولسوالۍ  کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۸ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د دښمن سره د نښتو په پایله کې ۹ موټر سایکیلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات ویجاړ شوي.

همدا راز  ۳  کړۍ ماینونه چې طالبانو باد غیس ولایت  بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد، دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو  د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.