غزني کې ۱۳ ترهګر ووژل شول او د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۹ تنه ټپیان شول

s.mohmand

تېره شپه طالبانو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په "زردالو چوک" سېمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې ۱۳ ترهګر ووژل شول او د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۹ تنه ټپیان شول.
همدا راز د دې نښتو په ترڅ کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلي دي.