ارزګان ولایت کې د ۹ طالبانو وژل کیدو سره بریدونه یې ناکامه شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبان د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ "چهارباغ" او "ده غیرو" سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۹ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

د نښتو په پایله کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز ۴ کړۍ ماین چې طالبانو د ارزګان ولایت "ګیزاب" ولسوالۍ بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد، دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ۲۰۵ اتل ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.