ارزګان کې ۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبان د ارزګان ولایت په "ګیزاب" ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۷ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

همداراز په دغه برید کې د دښمن ۱ موتر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.