په کندهار کې ۱۴ طالبان ووژل شول او پلان یې نامه شو

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت په «ارغنداب» او «ژیرۍ» ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې، ۱۴ طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دغه برید کې د دښمن یو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.