په زابل کې د پرسونل او وسایطو ضد ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

s.mohmand

طالبانو د زابل ولایت «شاه جوی» ولسوالۍ په لومړۍ نمبر لاره، ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۶ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه ځای پر ځای کړي وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو د انجنیرۍ لوا منسوبینو له خوا کشف او چاودنه ورکړل شوه.

د دې ماینونو په کشف او له منځه وړلو سره د لسګونه ملکي او نظامي کسانو ژوند وژغورل شو.