میدان وردګو کې د یو لوی موټر بم چاودنې مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ مازدیګر طالبانو غوښتل چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند «بادام» سېمه کې له چاودیدنکو توکو ډک یو موټر ته چاودنه ورکړي او یو شمېر بېګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوي.
له نیکه مرغه موخې ته له رسیدو مخکې د هوايي ځواکونو له لوري په نښه او له منځه یوړل شو.
د دغه موټر بم په له منځه وړلو سره د یو شمېر هېوادوالو ژوند وژغورل شو.