په لوګر کې د طالبانو برید د ۱۴ ترهګرو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شول

s.mohmand

نن سهار طالبانو د لوګر ولایت د "برکي برک" ولسوالۍ اړوند د "سرپل" سېمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل, چې په پایله کې د طالبانو د سرګروپ "قاري تحسین" په ګډون, ۶ ترهګر ووژل شول او د دې ډلې د فعال غړي "سعید" په ګډون ۸ تنه ټپيان شول.

له نیکه مرغه, په دغه نښتو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.